د پاکستان لومړي وزیر په پوځ او استخباراتي ادارې نیوکه وکړه
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د تحریک انصاف مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان پرون اعتراف وکړ چې ما د لومړي وزیر په توګه بشپړه واک نه درلود او ویې ویل چې په پاکستان کښې د قدرت حقیقي مرکزونه نور دي او ټول خلک پوهیږي چې دغه مرکزونه چیرته دي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له« بول »ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل کله چې مونږ واک ته ورسیدو نو زمونږ حکومت کمزوری و او ائتلافي حکومت مو جوړ کړ او زیاته یې کړه که چیرې دې ورته حالت بیا رامینځته شي نو زه به د دوباره انتخاباتو غوښتنه وکړم او اکثریت لرونکی حکومت به جوړ کړم ګڼي په ارامه به کینم.
عمران خان وویل زمونږ لاسونه تړل شوي وو او مونږ له هره خوا بلیک میل کړې شوو او واک له مونږ سره نه و او زیاته یې کړه هر یو کس پوهیږي چې په پاکستان کښې قدرت د چا په لاس کښې دی او مونږ به په هغو باندې اړونده وو.
عمران خان ښکاره ونه ویل خو د هغه اشاره د پاکستان پوځ او د هغه جاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي ته وه کوم چې په هیواد کښې اصلي قدرت په لاس کښې لري.
عمران خان وویل مونږ ټول وخت په هغوې یعني په پوځ او استخباراتي ادارې ايي ایس ايي باندې تکیه لرله او هغوې یوشمیر ښه کارونه هم کړي دي خو ډیر بد کارونه یې هم ترسره کړي دي چې کول یې نه وو پکار.
عمران خان وویل پوځ او جاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي ټول قدرت په لاس کښې درلود او دوې د ملي احتساب نیب په شان ادارې په کنټرول کښې درلودلې او دغه اداره زمونږ په لاس کښې نه وه.
عمران خان وویل کله چې زما حکومت و نو مونږ ټول واک او اختیار نه درلود.
هغه وویل په پاکستان کښې اوسنی سیاسي حالت د هیواد او دغه راز د پوځ او د استخباراتي ادارې لپاره یو مشکل دی او زیاته یې کړه که چیرې ایسټبلیشمنټ صحیح فیصله نه کوي نو زه لیکلی تضمین درکوم چې ایسټبلیشمنټ او پوځ به تباه شي ځکه کله چې هیواد دیوالیه شي نو بیا به څه کیږي.