پاکستان کښې د اور لګیدنې له امله څلور تنه مړه شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i116850-پاکستان_کښې_د_اور_لګیدنې_له_امله_څلور_تنه_مړه_شول
د پاکستان په شمال لویدیځ کښې د اور لګیدو په پیښه کښې څلورو تنو سرونه بایللي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 05, 2022 08:22 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د اور لګیدنې له امله څلور تنه مړه شول

د پاکستان په شمال لویدیځ کښې د اور لګیدو په پیښه کښې څلورو تنو سرونه بایللي دي

دغه اور د خیبرپښتونخوا صوبې په د شمال د شانګله سیمې په ځنګلونو کښې لږیدلې چې له افغانستان سره په پوله پرته ده. په دې پيښې کښې تراوسه څلور کسان مړه شوي او یوشمیر نور هم سوځیدلي او زخمي شوي دي.

د اور وژنې یا فایر بریګیډ ټیمونه سیمې ته استول شوي دي. د اور لګیدنې وجه لا نه ده معلومه شوې.

له دې پيښې تقریباً لس ورځې مخکښې د بلوچستان صوبې په ځنګلونو کښې د لګیدلي اور له امله هم څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

دغه اور د ایران د اسلامي جمهوریت په مرسته مړ کړی شو.