FIA د شهباز شریف د نیولو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i116852-fia_د_شهباز_شریف_د_نیولو_غوښتنه_وکړه
د پاکستان فیډرل تحقیقاتي ادارې د دغه هیواد د وزیراعظم شهباز شریف او د هغه زوي حمزه شهباز د نیول کیدو غوښتنه کړې ده
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 05, 2022 13:52 Asia/Kabul
  • FIA د شهباز شریف د نیولو غوښتنه وکړه

د پاکستان فیډرل تحقیقاتي ادارې د دغه هیواد د وزیراعظم شهباز شریف او د هغه زوي حمزه شهباز د نیول کیدو غوښتنه کړې ده

د پاکستان فیډرل تحقیقاتي ادارې د دغه هیواد د وزیراعظم شهباز شریف او د هغه زوي حمزه شهباز چې د پنجاب صوبې وزیراعلی دی، د مالي ضمانت له غوښتنې سره مخالفت کړی او د مني لانډرنګ په تور یې د دواړو د نیول کیدو غوښتنه کړې ده

د پاکستان ایکسپریس نیوز لیکلي چې شهباز شریف او حمزه شهباز پرون د پاکستان د چینۍ د کارخانې د ۲۵ میلیارډه روپو د پيسو د وینځلو یا مني لانډرنګ په دوسیې باندې د غور په لړ کښې د لاهور په هايي کورټ کښې حاضر شول.

خبر زیاتوي چې د لاهور محکمې د FIA له خوا د تورنو د نیولو لپاره د اړتیا وړ ټولو مدارکو تر وړاندې کیدو پورې د دغې ادارې غوښتنه رده کړه.