ایران او پاکستان ټرانسپورټي او تجارتي ملګرتیا نوره هم زیاتوي
د پاکستان حکومت په تیره بیا د ټرانسپورت او ارتباطاتو وزارت له اسلامی ایران سره د اړیکو پراختیا او همداراز د دواړو هیوادونو د ټرانسپورټي ملګرتیاؤ په لاره کې دخنډونو لیرې کولو ته کلک هوډ لري .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، په پاکستان کې د ایران سفیر محمد علی حسیني پرون په اسلام اباد کې د پاکستان د لارو او ارتباطاتو د چارو له وزیر ا سعد محمود سره په کتنې کې د دواړو هیوادونو د ټرانسپورټ دچارو دګډې کمیټې د یولسمې ناستې د ترسره کیدا په ضرورت باندې په ټينګار سره ووئيل ، د دواړو هیوادونو له خوا په ملګرتیاؤ او دټرانسپورټ په وړاندې د مسئلو په موقعې او دومدارو تعقیبونو بیړه ، د هڅونې د لارې د هوارولو او پر خنډونو د غلبې لپاره نه انکاریدونکي ده .
حسیني زیاته کړې ده ، په تیرو دوو میاشتو کې د ایران له لارې د بهرنیو شیانو ټرانزیټ ۳۹فی صده وده کړې او د ټرانسپورت دنړیوالې ادارې په اعتراف سره ، دایران لارې منطقي او ډيرې بچت کونکي دي ، نو ځکه د ایران اسلامی جمهوریت ټاټوبی مینځنۍ آسیا ته رسیدا په خاطر، د سیمې د هیوادونو په تیره بیا د پاکستان لپاره یوه آسانه او ارزانه لار ده .
د پاکستان دټرانسپورټي چارو وزیر اسعد محمود هم د اسلام اباد تهران د ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره د هڅې په خاطر د ایران د سفیر په قدرونې سریه ، د ایران او پاکستان ، په ګډو او پیاوړو تاریخي ، کلتوري او دیني مشترکاتو سره د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ولسی ارتباطاتو پر اهمیّت هم ټینګار وکړ. هغه زیاته کړې ده ، د پاکستان حکومت په تیره بیا د ټرانسپورت او ارتباطاتو وزارت له اسلامی ایران سره د اړیکو پراختیا او همداراز د دواړو هیوادونو د ټرانسپورټي ملګرتیاؤ په لاره کې دخنډونو لیرې کولو ته کلک هوډ لري .