ایران او پاکستان علمی او پوهنتوني ملګرتیاوې لاپراخوي
د ایران او پاکستان ترمینځ مشترکاتو او پیوندونو ته پام سره ، د دواړو هیوادونو ترمینځ دعلمی اوپوهنتوني ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره ډير ظرفیّتونه شته دي .
په پاکستان کې د ایران کلتوري آتاشي او د لاهور پوهنتون مشر د دواړو هیوادنو د ملګرتیاؤ او ارتباطاتو د پراختیا په باب سره لیده کاته وکړل .
مهر خبری آژانس راپور ورکړی ،په پاکستان کې د ایران دا سلامی جمهوریت د کلتوری خونې مسئول او کلتوري آتاشي جعفر روناس د لاهور پوهنتون(یو او ایل ) له مشر اویس رؤف سره په کتنې کې د تهران د طبي علومو له پوهنتون سره ددغه پوهنتون د مسئولانو ترمینځ د ویډیوئی کنفرانس د جوړولو په باب مشورې وکړې .
هغه دغه راز ووئيل ، د ایران او پاکستان ترمینځ مشترکاتو او پیوندونو ته پام سره ، د دواړو هیوادونو ترمینځ دعلمی اوپوهنتوني ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره ډير ظرفیّتونه شته دي .
د لاهور پوهنتون مشر هم په ویډیوئي کنفرانس کې د ګډون لپاره د ایران د کلتوري د وړاندیز په هرکلي سره ووئيل ،ایران له علمي او څيړنیز پلوه اوڅاره بریاوې درلودلي او دبنیادي سیلولونو په باب دایران پرمختګ ئې څرګندې نښې دي .اویس رؤف روښانه کړې ، په پنجاب پوهنتون کې به ډیر زر داقبال شناسۍڅانګه پرانیستل شي او پروفیسر تحسین فراقي چې په ۲۰۰۸کال کې ئې له تهران پوهنتونه په فارسي ژبې کې پي ایچ ډي کړې ، ددغې څانګې مسئولیّت په غاړه ولري .
لاهور پوهنتون (یو او ایل ) په څه دپاسه پنځه څلویښت زره محصیلینوسره دپاکستان ترټولو ستر خصوصي پوهنتون دی چې په ۱۹۹۹کال کې تاسیس شوی دی .