په پاکستان کی د شیعیانو د وژلې د ادامې په وړاندی اعتراض
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i11827-په_پاکستان_کی_د_شیعیانو_د_وژلې_د_ادامې_په_وړاندی_اعتراض
د پاکستان په مختلفو سیمو کی د شیعیانو په وروستیو وژلو باندی په اعتراض کی، د مجلس وحدت مسلمین ګوند د مشر«راجا ناصر عباس جعفری» د لوږ تړ، او پرلیت وهنې د دوام سره په یو وخت، د اسلام آباد د جُمعې لمونځ، د شیعیانو د زرګونو خلګو په شتون کی، د ده له لوږ تړ څخه په ملاتړ، او له هغه سره د یو موټی توب په اعلانولو سره، اداء شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2016 12:27 Asia/Kabul
  •      په پاکستان کی د شیعیانو د وژلې  د ادامې په وړاندی  اعتراض

د پاکستان په مختلفو سیمو کی د شیعیانو په وروستیو وژلو باندی په اعتراض کی، د مجلس وحدت مسلمین ګوند د مشر«راجا ناصر عباس جعفری» د لوږ تړ، او پرلیت وهنې د دوام سره په یو وخت، د اسلام آباد د جُمعې لمونځ، د شیعیانو د زرګونو خلګو په شتون کی، د ده له لوږ تړ څخه په ملاتړ، او له هغه سره د یو موټی توب په اعلانولو سره، اداء شو.

«راجا ناصر عباس جعفری» د تیرې جمعې ورځې راهیسی، د پاکستان په پایتخت، اسلام آباد ښار کی، د خبریالانو د مرکز په وړاندی، په یوه خیمه کی، د پاړاچنار؛ کراچۍ او ډیره اسماعیل خان په ښارونو کی، د یو شمیر شیعیانو د وروستۍ وژلې په وړاندی په اعتراض کی، په لوږ تړ او پرلتۍ لاس پوری کړئ دئ. ده، د اسلام آباد د جمعې لمانځه په خطبو کی په پاکستان کی د مذهبې فرقو ترمنځ د وحدت د پیاوړی کیدو په ضرورت باندی په ټینګار سره، د تکفیری عواملو، او ترهه ګرو ډلو په لاس د دغه هیواد د شیعیانو وروستۍ وژله، په کلکه غندلې او دغه عوامل او ډلې یی د پاکستان او د دغه هیواد د اتحاد دښمنان وبلل.

راجا ناصر عباس جعفری، په پاړاچنار ښار کی د شیعیانو مظاهرو، او له هغه وروسته؛ د مظاهرو په ځای باندی د امنیتی ځواکونو حملې، او د دریو تنو شیعه اعتراض کونکو وژلې ته، په اشارې سره، د پاکستان د پوځ مشر، جنرال راحیل شریف ته په خطاب کی وویل: داشان عناصر، د پوځ او وسله والو ځواکونو څیره او اعتبار داغداره کوی، او باید هرڅه ژر د دغې پیښې د عواملو د پیژندنې او سزا ورکونې لپاره اقدام وشی.

ده ټینګار وکړ: د مجلس وحدت مسلمین ګوند د غوښتنو تر عملی کیدو پوری به، له پرلتۍ او لوږ تړ څخه لاس وانخلی.

د جُمعی لمانځه له اداء کیدو وروسته، د پاکستان د لاهور، کراچۍ، پیښور، کویټې، فیصل آباد، حیدر آباد په ښارونو، او د پاکستان تر کنټرول لاندی کشمیر کی هم، شیعیانو د علامه راجا ناصر عباس سره د یو موټی توب، او د شیعیانو د وژلې د غندنې په منظور، له اعتراض ځخه ډکې غونډې وکړې.

د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشر،راجا ناصر عباس جعفری، په ټول پاکستان کی د شیعیانو په هدفمنو ټرورونو باندی اعتراض لری، او باوری دئ، چی د پاکستان فډرال دولت؛ او صوبایی دولتونه، له شیعیانو څخه د ساتنې لپاره، جدی اقدام نه کوی. دغه موضوع له دې کبله د پاکستان د خلګو لپاره اهمیت لری، چی د پاکستان د پوځ د مشر، راحیل شریف، او لمړی وزیر، نواز شریف په شمول، د دغه هیواد سیاسی او پوځی مقامونو، د پوځ ټروریسټی ضد عملیات بریمن بللی دی. دا پداسی حال کی ده، چی د پاکستان د شیعه مشرانو له نظره، د هغوی په ضد حملې هماغه راز دوام لری، او امنیتی ځواکونه د دغو حملو د کنټرولولو لپاره، کوم اقدام نه کوی. دغه وضعیت د دی سبب ګرځیدلئ، چی د پاکستان دولت او امنیتی ارګانونه، له ترهه ګرو سره په دوه ګونی او له تبعیض څخه په ډک برخورد باندی تورن شی. لښکر جهنګوی، او سپاه صحابه په پاکستان کی دوه ترهه ګرې او فرقه پالې ډلې دی، چی د هغو ټول عوامل او غړی د پاکستان د دولت او امنیتی ارګانونو له خوا پیژندل شوی دی. خو په عمل کی له هغوی سره هیڅ برخورد نه کیږی، او ترهه ګرو او فرقه پالو ډلو؛ د پاکستان د طالبانو له تحریک سره په یو ځای کیدو سره، د لږکیو په تیره بیا د شیعیانو په ضد خپلې حملې سختې کړی دی.

د شیعیانو د ټولنې په ضد هدفمنې حملې، او د پاکستان د وکیلانو، سوداګرو، او د شیعیانو د نورو پرګنو ټرورونه ښیې، چی یو پلان شوئ حرکت او اقدام جریان لری، تر څو د دغه هیواد د شیعیانو ټولنه کمزورې کړی. دا پداسی حال کی ده، چی د پاکستان د شیعیانو ټولنې، تل په پاکستان کی له نورو فرقو او قومیتونو سره سوله ایز ژوند لرلئ دئ، او د ترهه ګرو په ضد یی د دولت له پروګرامونو او عملیاتو څخه، ملاتړ کړئ دئ.

په هر حال، د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ګوند د مشر، راجا ناصر عباس جعفری، د لوږ تړ دوام ښیې، چی دولت؛ د شیعیانو د امنیت د برابرولو، او له هدفمنو ټرورونو څخه د مخنیوی کولو لپاره، د یاد ګوند غوښتنو ته پام نه دئ کړئ، او د هغه له لوږ تړ څخه د شیعیانو عمومی او یو مخیز ملاتړ، کولای شی په پاکستان کی د ترهه ګرو او فرقه پالو ډلو، د فعالیت د ادامې په وړاندی، د سراسری اعتراضونو سبب شی.