افغان ښاریز نور له ویزا پرته پاکستان ته سفر نشی کولې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i11917-افغان_ښاریز_نور_له_ویزا_پرته_پاکستان_ته_سفر_نشی_کولې
د فارس خبری اژانس له راپور سره سم په کابل کې د پاکستان سفارت وویل د راتلونکی میلادی میاشتې له لومړیو هیڅ افغان له ویزا پرته پاکستان ته د ورداخلیدو حق نلری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2016 10:41 Asia/Kabul
  • افغان ښاریز نور له ویزا پرته پاکستان ته سفر نشی کولې

د فارس خبری اژانس له راپور سره سم په کابل کې د پاکستان سفارت وویل د راتلونکی میلادی میاشتې له لومړیو هیڅ افغان له ویزا پرته پاکستان ته د ورداخلیدو حق نلری .

په کابل کې د پاکستان سفارت مسولان وایی هره ورځ په زرګونو کسان د تورخم له سرحدی لارې تګ راتګ کوی چی زیاتره پکې قانونی ویزا نلری .

په کابل کې د پاکستانی سفارت مسولانو ادعا وکړه چی د اسلام اباد مقاماتو دغه نوی فیصله پاکستان ته د وران کارو عناصرو د ورتګ د مخینوی لپاره شوی ده .

په کابل کې د پاکستانی سفارت مطبوعاتی مسول اختیر منیر وایی چی په افغانستان کې د پاکستان سفارت او کونسلیټونه هره ورځ له دوه تر دوه نیم زره کسانو لپاره ویزا صادروی .