په پاکستان کې بهرنۍ پانګونه په سلو کې ۷۷ کمه شوی ده
د پاکستانی رسندویو له راپور سره سم د پاکستان مرکزی بانک ّه یوه راّور کی ویلی دی د روان مالی کال په تېرو ۱۰ میاشتو کې بهرنۍ پانګونه په بې ساری ډول ټیټه شوې خو نیغ په نیغه پانګونه په سلو کې ۵ زیاته شوې ده. د پاکستان مرکزی بانک وایی چې تر ټولو زیاته پانګونه د دغه هیواد د تېلو او ګازو د موندلو په برخه کې شوې ده.
خو د دغه هیواد د ونډو په بازار کې ۱۴۶ فیصده پانګونه کمه شوې ده.
تېر کال د پاکستان د ونډو په بازار کې د بهرنیانو پانګونه کابو ۸۴۰ ملیون ډالره وه، خو سږ کال د دې پر ځای چې بهرنیان پانګونه وکړی د دې خلاف د پاکستان د ونډو له بازاره یې ۳۵۰ ملیون ډالره پانګه ایستلې ده.
پر دې سربېره په پاکستان کې په بهرنۍ خصوصی پانګونه کې ۶۴ فیصده کموالی لیدل کېږی.
د پانګونې په برخه کې د تاوانونو ترڅنګ د امریکا له لوری هم پاکستان ته د وړیا مرستو مخه نیول شوې یا د نیول کېدو په حال کې ده.