په اسلام آباد کې له لوږ تړ کوونکو سره دعمران خان کتنه
د پاکستان د تحریک انصاف مشر د مجلس وحدت مسلمین د مشر د لوږ تړ ځای ته په ورتللو سره چې د دغه هیواد د شیعیانو د روانې وژلې په خلاف یې لوږ تړ کړی ، له دغه اعتراضونو د تحریک انصاف په ملاتړ ټینګار وکړ.
د پاکستان د تحریک انصاف مشر د مجلس وحدت مسلمین د مشر د لوږ تړ ځای ته په ورتللو سره چې د دغه هیواد د شیعیانو د روانې وژلې په خلاف یې لوږ تړ کړی ، له دغه اعتراضونو د تحریک انصاف په ملاتړ ټینګار وکړ.
تسنیم خبری اژانس د اردو ټایمز په حواله راپور وکړ عمران خان لوږ تړ له ځایه او لوږ تړ کوونکو سره کتنه وکړه . هغه زیاته کړه چې په خیبر پختونخوا کې یې د شعییانو د ژولې او ورسره د ظلم او تاوتریخوالی په هکله سم معلومات نه لرل خو اس به د ده ګوند په دغه صوبه کې له خپلو شیعه وروڼو سره مرسته کوی.
د پاکستان د وحدت مسلمین ګوند مشر علامه راجا ناصر عباس جعفری د پاکستان په مختلفو سیمو منجمله کراچۍ ډیره غازی خان او پاراچنار کې د شعییانو دوژلې او ورسره د ظلم په اعتراض کې لوږ تړ کړی او نن د دغه لوږ تړ لسمه ورځ ده .
عمران خان په دغه هیواد کې د شیعیانو د وژلې په غندلو سره وویل چې زمونږ حکومت به له شیعیانو سره پوره پوره ملګرتیا وکړی. دا په داسې حال کې دی چې پرون د پاکستان د پیپلز پارټۍ مرستیالې شیری رحمان هم له لوږ تړ کوونکو سره کتنه کړې او هغوی ته یې ډاډ ورکړی و چې د پاکستان په پارلمان او مشرانو جرګه کې د شیعیانو دمشکلاتو په هکله خبره راپورته کړی.