پاکستان او سوریه دووه اړخیزې ملګرتیاوې پراخوي
محمدخان،پر ترهه ګرۍ له بریالیتوب وروسته د بیارغونې او پرمختګ په زمینې کې د سورې ګامونه د ستاینې وړ وبلل.
د سورئې سانا رسمی خبري آژانس راپور ورکړ،په سورئې کې د پاکستان سفیر او ددغه هیواد لومړي وزیر د مختلفو سیاسی،کلتوري او اقتصادي زمینو کې د دوواړخیزو ملګرتیاؤ په پراختیاټينګار وکړ.
سوریه او پاکستان څه دپاسه اویا کاله کیږي،چې ډيپلوماټيکې اړیکې لري.
په راپور کې وئيل شوي دي،د سورئې لومړي وزیر حسین عرنوس په دمشق کې د پاکستان د سفیر سعید محمد خان د ماموریّت په ختمیدا کې د دواړو هیوادونو دملتونو د ورورګلویزواو دوستانه ژورو اړیکو ته په اشارې سره ووئيل،سوریه ددغو اړیکو په پیاوړتیا او دواړو لورو دګډو ګټو په لړ کې د اړیکو دپرمخ بیولو لپاره د لازمو اقداماتو دترسره کولو او د ګامونو په پورته کولو کې له ټولو ظرفیّتونو څخه داستفادې لپاره تیاره ده.
عرنوس دغه راز په دغې کتنې کې سورئې ته د ټوریزم د سفرونو دزیاتیدا او د پاکستاني لوري د تعلیمي سکالرشیپس د زیاتولو او په علمی اوکلتوری زمینو کې د ملګرتیا پر پراختیا ټينګار وکړ.
په سورئې کې د پاکستان سفر سعید محمد خان هم په دغې کتنې کې د دواړو هیوادونو اویا کلنو اړیکو په تیره بیا سیاسی او ډيپلوماټیکو اړیکو سویو ته په اشارې سره ووئيل،د پاکستان حکومت او ملت له سورئې سره د اقتصادي او تجارتي ملګرتیاؤ پیاوړتیا او پراختیا ته د پاکستان حکومت او ملت کلک هوډ لري.محمدخان،پر ترهه ګرۍ له بریالیتوب وروسته د بیارغونې او پرمختګ په زمینې کې د سورې ګامونه د ستاینې وړ وبلل.