پاکستان له نړیوالې ټولنې د کشمیر د مسئلې د هوارولو غوښتنه وکړه
(last modified Sat, 06 Aug 2022 07:59:32 GMT )
Aug 06, 2022 12:29 Asia/Kabul
  • پاکستان له نړیوالې ټولنې د کشمیر د مسئلې د هوارولو غوښتنه وکړه

د پاکستان ولسمشر نړیواله ټولنه د جمو و کشمیر د مسئلې د صلحه ایز هواري لپاره مرستې ته راوبلله

عارف علوي په هندوستان کښې د جمو و کشمیر د خودمختارۍ د ځانګړې وضعیت د لغو کیدو په دریم کال د یو پيغام په خپرولو سره له نړیوالې ټولنې څخه د دغې مسئلې په صلحه ایز هواري کښې د مرستې غوښتنه وکړه.

عارف علوي په دغه پيغام کښې ټینګار وکړ چې د کشمیر د مسئلې هواری د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک او د کشمیر د خلکو د ارادې په لړ کښې په سیمه کښې د پایدراه صلحې او ثبات یوازنۍ لاره ده.

هغه په دې خبرې سره چې هندوستان د ۲۰۱۹ کال د آګست په پنځمه نیټه په یو اړخیز اقدام سره د ملګرو ملتو د امنیت شورا د هغو ډیرو پریکړه لیکونو خلاف ورزي وکړه چې د دغه سازمان تر څارنې لاندې د ټولپوښتنې د ترسره کولو اټکل یې کړی وی، وویل: پاکستان به بیا هم د کشمیر د خلکو ترڅنګ ولاړ پاتې شي.

عارف علوي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اسلام آباد او نوي ډیلي ترمینځ د شخړې له صلحه ایز هواري ملاتړ وکړي او په جمو کشمیر کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په لړ کښې له هندوستانه د ځواب اخیستو لپاره ضروري اقدامات ترسره کړي.