په ټول پاکستان کښې د شعبان د نیمائۍ جشنونه ترسره شول
په پاکستان کښې مېشته ایرانیانو هم د ولایت او امامت د اسمان د دولسم ځلانده ستوری او د بشریت د عالم د ژغورونکی د نېکمرغه میلاد په مناسبت جشن ترسره کړ.
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې دغه شاندار جشنونه بېګا د پاکستان په پائېتخت اسلام ، کراچۍ، راولپنډۍ، لاهور، پېښور او د دغه هېواد په نورو ښارونو کښې په یو وخت په دغه هېواد کښې د مېشته ایرانیانو او ګڼ شمېر پاکستانیانو په ګډون سره ترسره شول.
د سیالیو جوړېدل، د انعامونو ورکول، د شعبان د نیمائۍ یا د برائت د شپې د اهمیت په وصف کښې وېناګانې او نعت خوانۍ، قوالیو او منتقبتونو د محفلونو اجرا په پاکستان کښې د شعبان د پینځلسمې شپې د جشن ځینې پروګرامونه وو.
په پاکستان کښې د ایران د ثقافتی مرکز مشر شهاب الدن دارائی هم د دولسم امام د میلاد په مناسبت په یوې وېنا کښې د انتظار د فلسفې په اړه یو لړ مطالب وړاندې کړل.
د پاکستان په سلګونو سنی او شیعه مسلمانانو د دغه هېواد په مختلفو ښارونو کښې د جشن او خوشحالیو په محفلونو کښې ګډون وکړ.