پاکستان هندوستان ته هم ماتې ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i120600-پاکستان_هندوستان_ته_هم_ماتې_ورکړه
د کرکټ د ۲۰۲۲ کال د آسیايي کپ د سپر فور پړاؤ په مهمې سیالۍ کښې پاکستان هندوستان ته ماتې ورکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 05, 2022 05:12 Asia/Kabul
  • پاکستان هندوستان ته هم ماتې ورکړه

د کرکټ د ۲۰۲۲ کال د آسیايي کپ د سپر فور پړاؤ په مهمې سیالۍ کښې پاکستان هندوستان ته ماتې ورکړه

د دبئ په لوبغالي کښې د لوبې ټاس یا پچه د پاکستان ټیم وګټله خو د بالنګ کولو پریکړه یې وکړه او هندوستان ورته د ۱۸۲ منډو سخت هدف ورکړ. د پاکستان لوبډلې دغه هدف د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره د وروستي اوور په پنځم بال پوره کړ او د سپر فور مرحلې دغه مهم میچ یې وګټه.

محمد رضوان دا ځل هم په ۴۱ بالونو ۷۱ رنز جوړ کړل. البته د لوبې په ګټلو کښې په ۲۰ بالونو د محمد نواز ۴۲ رنز ډیر مهم ثابت شول او هغه ته د مین آف دي میچ ایوارډ هم ورکړې شو.