د اسرائيلو جنایتونه د لویدیځي آسیا دترینګلتیاؤ اصلي عوامل دي
د اسلامی ملګرتیا موسیسې د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا مشر همداراز ووئيل، پاکستان تیار دی څو له نورو هیوادونو سره په یوځای کیدا سره په نیواکي ټاټوبو کې د فلسطین د ولس لپاره دبشری حقوقو او انسانی عزت او شرافت دبیرته ستنولو او دوژلو دمخنیوی لپاره په هرډول اقدام او حرکت کې ګډون وکړي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بوټو زرداری یو ځل بیا له بهرنیو نیواکګرو سره دمبارزې او دخپل ملت لپاره د فیصلې کولو په لړ کې ئې د فلسطین د ولس له هڅې دخپل هیوادبشپړ ملاتړ اعلان کړ او نړیواله ټولنه ئې د قدس په پلازمینې د فلسطین دخپلواکه هیواد دتاسیس لپاره مرستې ته وهڅوله.
بلاؤل بوټو زرداري دملګروملتو دعمومی اسبملۍ دغونډې په څنډې کې دفلسطین په باب داسلامی ملګرتیاموسیسې د شپږکسیزې کمیټې ناستې ته په اشارې سره ووئیل،داسرائيلو د نیواکګرۍ ژور زخم او په فلسطینی ملت ظلم او کړاؤ،په درست مینځي ختیځ کې دشخړې،تاؤتریخوالي او بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده.
د پاکستان خارجه وزیر همدارازداسرائيلو په لاس د فلسطینی ولس په تیره بیا د ماشومانو د وژلې او ورته د تاوان رسولو دوام،دمقدسو ځایونو سپکاوي، د فلسطینیانو دکورونو ورانول، او دفلسطینیانو اجباری کوچول په سخته محکوم کړل.