پاکستان سری لنکا ته انساندوستانه مرستې ولیږلې
May 24, 2016 12:00 Asia/Kabul
پاکستان په سری لنکا کښې سیلاب ځپلو سیمو ته انساندوستانه مرستې واستولې.
د سماء چینل ویب سایټ لیکلی چې د پاکستان د انسان دوستانه مرستو یوه سی-۱۳۰ ډوله الوتکه پرون له اسلام آباده د سری لنکا پلازمینې کولمبو ته تللې ده.
په دغو مرستو کښې خیمې، بسترې، د اوبو پاکولو مشینونه او د بریښنا تولیدولو جنریټرونه شامل دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سری لنکا له مصیبت ځپلو خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کښې اعلان وکړ چې د دغه هیواد له متاثرو سیمو سره به خپلې مرستې جاری وساتی.
په سری لنکا کښې د سیلابی بارانونو او د ځمکې ښوویدو په پیښو کښې تراوسه ۹۲ کسان وژل شوی او د دوو لکو کسانو د بې کوره کیدو نه علاوه کابو پنځه لکه نور په سیلاب کښې ګیر شوی دی.