د پاکستان وزیراعظم د فلسطین له ولسه ملاتړ وکړ
Oct 14, 2022 03:56 Asia/Kabul
د پاکستان وزیراعظم د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرۍ په وړاندې د فلسطین له ولسه ملاتړ وکړ
شهباز شریف پرون په قزاقستان کښې د سیکا CICA د شپږمې غونډې ترڅنګ د فلسطین د مسئلې په وړاندې د دغه هیواد په نه بدلیدونکي دریځ باندې په ټینګار سره وویل: فلسطین زمونږ د ایمان یوه برخه ده.
شهباز شریف د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د مشر محمود عباس په کتنه کښې وویل: ترڅو پورې چې د فلسطین ولس خپلو حقوقو ته ونه رسي او د صهیونیسټي رژيم نیواکګري ختمه نه شي، د پاکستان حکومت به هم دغه شان له فلسطینیانو ملاتړ وکړي.
په دغه ملاقات کښې محمود عباس هم وویل: پاکستان زمونږ کور دی او پاکستانیان زمونږ وروڼه او خویندې دي.
ټیګونه