د امریکې د ولسمشر څرګندونو پاکستاني سیاستوالان سخت قهرولې دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i122350-د_امریکې_د_ولسمشر_څرګندونو_پاکستاني_سیاستوالان_سخت_قهرولې_دي
د پاکستان د ایټمي پروګرام خلاف د امریکې د ولسمشر جنجالي څرګندونو د دغه هیواد د مشهورو شخصیتونو قهر راپارولی او هغوي د جوبایډن له خوا په بخښنه غوښتنې ټینګار لري
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 16, 2022 04:02 Asia/Kabul
  • د امریکې د ولسمشر څرګندونو پاکستاني سیاستوالان سخت قهرولې دي

د پاکستان د ایټمي پروګرام خلاف د امریکې د ولسمشر جنجالي څرګندونو د دغه هیواد د مشهورو شخصیتونو قهر راپارولی او هغوي د جوبایډن له خوا په بخښنه غوښتنې ټینګار لري

په کیلیفورنیا ایالت کښې په انتخاباتي کمپین کښې د جوبایډن د تیرې پنجشنبې څرګندونو د امریکې او پاکستان پخواني اختلافات یوې نوې مرحلې ته ورسول او د پاکستاني سیاستوالانو په باور، له واشنګټن سره د اړیکو د دوباره ښه کولو لپاهر د اسلام آباد هلوځلو هیڅ ګټه نه ده کړې.

جوبایډن په دغې وینا کښې ادعا کړې چې پاکستان ښايي د دنیا ترټولو خطرناک هیواد وي ځکه چې دغه هیواد بې له هیڅ ډول پيوستون او پروګرامه، ایټمي وسله لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پرون په کراچۍ کښې د جو بایډن څرګندونې حیرانونکې وبللې او ویې ویل: اسلام آباد هیڅکله پر خپل ملي امنیت او د ایټمي توانمنۍ په سر جوړجاړې نه کوي.

د پاکستان پخواني ولسمشر نواز شریف چې ګوند یې پر اسلام آباد واکمن دی، د امریکې د ولسمشر د تورونو په نفي کښې وویل: پاکستان یو مسلمان ایټمي طاقت دی او د خپلو سټراټیجکو شتمنیو د ساتنې او حفاظت لپاره ضروري توانمني لري.

د پاکستان څنګته کړی شوي وزیراعظم عمران خان هم چې په سیمه کښې د واشنګټن د  سیاستونو مخالف شخصیت دی، پرون په خپل ټویټر باندې جو بایډن ته په خطاب کښې ولیکل: ته د کومو معلوماتو له مخې د پاکستان د ایټمي توانمنۍ خلاف داسې نه توجیه کیدونکې نتیجې ته رسیدلی یې، حال دا چې مونږ د ایټمي کنټرول او مدیریت یو ډیر خوندي سیسټم لرو.

هغه چې امریکا د پاکستان په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې او دسیسې مسئوله بولي، زیاته کړه: د واشنګټن اپوټه چې په ټوله دنیا کښې په جنګونو اخته دی، پاکستان هیڅکله په تیره بیا د ایټمي طاقت له جوړیدو وروسته په هیڅ چا تیری نه دی کړی.

د پاکستان د بشري حقوقو پخوانۍ وزیرې شیرین مزاري هم د پاکستان له خلکو څخه د بایډن د بخښنه غوښتنې خبره کړې او ویې ویل: واشنګټن یو داسې غیرمسئول ایټمي ابرقدرت دی چې حتی په امریکا کښې دننه هم د وسله والو تاوتریخوالو د کنټرولولو توان نه لري.