جنرال راحیل شریف هم د امریکې حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i12250-جنرال_راحیل_شریف_هم_د_امریکې_حمله_وغندله
د پاکستان د پوځ قومندان د خپل هیواد په خاوره کښې د امریکې د بې پایلټه الوتکو له حملو اندیښنه وښودله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2016 15:48 Asia/Kabul
  • جنرال راحیل شریف هم د امریکې حمله وغندله

د پاکستان د پوځ قومندان د خپل هیواد په خاوره کښې د امریکې د بې پایلټه الوتکو له حملو اندیښنه وښودله.

د سماء چینل ویب سایټ لیکلی چې جنرال راحیل شریف نن په اسلام آپاد کښې د امریکې د سفیر ډیویډ هیل په کتنه کښې څرګنده کړه چې په پاکستان کښې د امریکې ډرون حملو اپوټه نتیجه لرلې ده.

راحیل شریف په دوام کښې ټینګار وکړ چې د امریکې د بې پایلټه الوتکو بریدونه د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزی ده او د دواړو هیوادونو په اړیکو او همداشان د سیمې په سولې او ثبات باندې ناوړه اغیزه کوی.