نواز شریف د پاناما پیپرز له لانجې د خلاصی هلې ځلې کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i12253-نواز_شریف_د_پاناما_پیپرز_له_لانجې_د_خلاصی_هلې_ځلې_کوی
د پاکستان وزیراعظم د پاناما پیپرز له کړکیچه د خلاصی لپاره د آصف علی زرداری د رضایت جلبولو په لټه کښې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2016 15:50 Asia/Kabul
  • نواز شریف د پاناما پیپرز له لانجې د خلاصی هلې ځلې کوی

د پاکستان وزیراعظم د پاناما پیپرز له کړکیچه د خلاصی لپاره د آصف علی زرداری د رضایت جلبولو په لټه کښې دی.

د ایرنا د خبر له مخې نواز شریف چې د طبی معائنو لپاره لندن ته تللی، په دغه ښار کښې یې د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر آصف علی زرداری ته یوه د نفوذ خاونده واسطه ورلیږلې څو د پاناما پیپرز له کړکیچه د خلاصی لپاره د هغه ملاتړ ترلاسه کړی.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (فضل) څانګې مشر مولانا فضل الرحمان د پاناما پیپرز له جنجاله د خپل هیواد د وزیراعظم نواز شریف د ژغورلو لپاره د هغه د مرستې په موخه لندن ته تللی څو په دې لړ کښې یولړ سلامشورې ترسره کړی.

فضل الرحمان پرون په لندن کښې له آصف علی زرداری سره وکتل او له هغه یې وغوښتل چې لندن ته د نواز شریف د سفر له فرصته ګټه پورته کړی او د وزیراعظم د ملاتړ په موخه له هغه سره ملاقات وکړی.

دا د پاناما پیپرز له ایشوا کیدو وروسته په تیره یوه میاشت کښې لندن ته د نواز شریف دویم سفر دی.