پاکستان له روسیې څخه د تیلو اخیستلو نیت لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i122538-پاکستان_له_روسیې_څخه_د_تیلو_اخیستلو_نیت_لري
د پاکستان د مالیې وزیر په مناسبه بیه له روسیې څخه د تیلو د اخیستو احتمال تایید کړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 20, 2022 13:53 Asia/Kabul
  • پاکستان له روسیې څخه د تیلو اخیستلو نیت لري

د پاکستان د مالیې وزیر په مناسبه بیه له روسیې څخه د تیلو د اخیستو احتمال تایید کړ

اسحاق ډار ویلي دي: پاکستان په ارزانه بیه له روسیې څخه د تیلو د اخیستلو جاج اخلي.

هغه له روسیې څخه په ارزانه بیه د تیلو اخیستو ته د اسلام آباد د ګروهنې وجه، له وروستیو ویجاړونکو سیلابونو وروسته د پاکستان د پورونو د زیاتیدو په اندیښنې پورې اړونده وبلله او زیاته یې کړه: اسلام آباد خامخا له روس څخه د تیلو اخیستل څیړي، که هند له روسیې څخه تیل اخیستی شي نو مونږ یې هم ترې د پیرلو حق لرو.

له پاکستان مخکښې انډونیشیا هم ویلي چې د قوه ایزو توکو د بیې د زیاتیدو په وجه په مناسب قیمت له روسیې څخه د تیلو د اخیستو د چارو جاج اخلي.