لویدیځوال دې له ایرانه د ویرولو په ځاي پخپلو چیلنجونو فکر وکړي
د پاکستان د بشری حقوقو د چارو وزیر زیاته کړه ،لویدیځ ریاکاري کوي او دا په امریکا او هر یوه لویدیځي هیواد کې د اجتماعي ګډوډیو او داخلی ترینګلیاؤ باندې د سرپوښ دکیښودلو لپاره د دوي یوه روده ده .
د پاکستان د بشری حقوقو د چارو وزیر ریاض حسین پیرزاده په یولړ څرګندونو کې د بشری حقوقو له اصولو ددفاع او د ملتونو په ملاتړ کې د لویدیځي هیوادونو د ادعا په کلکه ردولو سره ووئیل ، لویدیځ په هغه ځائيګي کې نه دی چې د ایران پشمول په نورو هیوادونو کې د بشری حقوقو په باب خبرې وکړي ځکه پخپلو هیوادونو کې ئې لومړني انساني حقوقو چخڼي کیږي.
زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ ریاض حسین پیرزاده همداراز د سیمې د ملتونو په وړاندې د لویدیځ ددوه ګوڼي چلند، دپوځي تیریو په بحث کې د دوي مجرمانه چُپتیا،د یواړخیزو بندیزونوپه څير ځيړ او قهرجنو اقداماتو په رټلو سره د لویدیځوالو دا ټول دوه ګوڼه چارې د بشری حقوقو په ملاتړ کې د دوي تشې ادعاګانې وبللې.
د پاکستان د بشری حقوقو د چارو وزیر زیاته کړه ،لویدیځ ریاکاري کوي او دا په امریکا او هر یوه لویدیځي هیواد کې د اجتماعي ګډوډیو او داخلی ترینګلیاؤ باندې د سرپوښ دکیښودلو لپاره د دوي یوه روده ده .