لویدیځوال دې له ایرانه د ویرولو په ځاي پخپلو چیلنجونو فکر وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i122940-لویدیځوال_دې_له_ایرانه_د_ویرولو_په_ځاي_پخپلو_چیلنجونو_فکر_وکړي
 د پاکستان د بشری حقوقو د چارو وزیر زیاته کړه  ،لویدیځ ریاکاري کوي او دا په امریکا او هر یوه لویدیځي هیواد کې د اجتماعي  ګډوډیو او داخلی ترینګلیاؤ باندې د سرپوښ دکیښودلو لپاره  د دوي یوه روده ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2022 01:40 Asia/Kabul
  • لویدیځوال دې له ایرانه د ویرولو په ځاي پخپلو چیلنجونو فکر وکړي

 د پاکستان د بشری حقوقو د چارو وزیر زیاته کړه  ،لویدیځ ریاکاري کوي او دا په امریکا او هر یوه لویدیځي هیواد کې د اجتماعي  ګډوډیو او داخلی ترینګلیاؤ باندې د سرپوښ دکیښودلو لپاره  د دوي یوه روده ده .

 د پاکستان د بشری حقوقو د چارو وزیر ریاض حسین پیرزاده په یولړ څرګندونو کې  د بشری حقوقو له اصولو  ددفاع او د ملتونو په ملاتړ کې د لویدیځي  هیوادونو د ادعا په کلکه ردولو سره  ووئیل ، لویدیځ  په هغه ځائيګي کې نه دی چې  د ایران پشمول په نورو هیوادونو کې د بشری حقوقو په باب خبرې وکړي ځکه  پخپلو هیوادونو کې ئې  لومړني انساني حقوقو چخڼي کیږي.

زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ ریاض حسین پیرزاده همداراز د سیمې د ملتونو په  وړاندې د لویدیځ ددوه ګوڼي چلند، دپوځي تیریو په بحث کې د دوي مجرمانه چُپتیا،د یواړخیزو بندیزونوپه  څير ځيړ او قهرجنو اقداماتو په رټلو سره  د لویدیځوالو دا ټول دوه ګوڼه   چارې  د بشری حقوقو په ملاتړ کې د دوي تشې ادعاګانې وبللې.

 د پاکستان د بشری حقوقو د چارو وزیر زیاته کړه  ،لویدیځ ریاکاري کوي او دا په امریکا او هر یوه لویدیځي هیواد کې د اجتماعي  ګډوډیو او داخلی ترینګلیاؤ باندې د سرپوښ دکیښودلو لپاره  د دوي یوه روده ده .