په عمران خان باندې د حملې غندنه روانه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i123108-په_عمران_خان_باندې_د_حملې_غندنه_روانه_ده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دغه هیواد په تیر وزیراعظم عمران خان باندې حمله وغندله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2022 03:52 Asia/Kabul
  • په عمران خان باندې د حملې غندنه روانه ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دغه هیواد په تیر وزیراعظم عمران خان باندې حمله وغندله

د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان پرون په خپلې قافلې باندې د یو وسله وال کس د ډزو له امله زخمي شو. په دغو ډزو کښې یو کس مړ شوی او ۹ نور زخمي شوي دي.

بلاول بوټو زرداري پرون وویل: په عمران خان باندې حمله غندم او د هغه لپاره د عاجلې شفا آرزو لرم.

په هم دې حال کښې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم په عمران خان باندې د قاتلانه حملې په غندلو سره د هیواد له امنیتي او پولیس چارواکو وغوښتل چې د دغې حملې د عواملو پّ هکله فوري تحقیقات وکړي.

په هم دې لړ کښې د عمران خان یو نزدې صلاحکار وویل چې په عمران خان باندې په حمله کښې په لاس لرلو شکمن کس وژل شوی دی.

په عین حال کښې امنیتي ځواکونو د پيښې په ځاې کښې یو بریدګر نیولی دی.

دا ډزې د اسلام آباد په لور د عمران خان په مشرۍ د حکومت خلاف د مظاهرو او لانګ مارچ په اوومه ورځ شوې دي.