عمران خان له بل سبا څخه بیا د لاریون پیلیدل اعلان کړل
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د تحریک انصاف مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان په لاهور کښې یوه خبري کانفرنس ته په وینا کښې له راتلونکي سه شنبې ورځې څخه بیا د لاریون د پیلولو خبر ورکړ او ویې ویل دغه لاریون به د وزیراباد له هغې سیمې پیل شي چیرې چې زه په ډزو ویشتل شوی وم.
عمران خان وویل چې زه به ستر لاریون ته هره ورځ له لاهور څخه وینا وکړم او له لسو څخه تر پینځلسو ورځو پورې به پنډۍ ته لاړ شم او په راولپڼدۍ کښې به زه په خپله د ستر لاریون یعني لانګ مارچ مشرۍ وکړم.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان وویل زه نن له خپل ګوندتحریک انصاف او خلکو سره په دریو موضوعګانو خبرې کوم په پنجاب صوبې کښې زمونږ حکومت درې ورځې کیږي چې د قتل رپورټ یعني ایف ايي ار یې نه دی ثبت کړی او زیاته یې کړه چې زما په ویشتلو کښې درې کسان لاسونه لري.
هغه وویل کله چې یو پخوانی لومړی وزیر د قتل راپور نشي ثبتولای نو د عوام به څه حال وي ؟
هغه وویل دا زما حق دی تحقیق به کیږي هر څه په معلوم شي دا څرنګه کیدلای شي زمونږ پولیس مخه نیسي.
عمران خان وویل هغه ټولنه ازاده نشي کیدلای چیرې چې د قانون واکمنۍ نه وي.
عمران خان وویل قضايي کمیسیون اول د خبریال اشرف شریف د قتل په هکله تحقیق وکړي.