د پاکستان لومړې وزیرد مصرشرم الشیخ ته ولاړ
په شرم الشیخ کې د اب و هوا کانفرنس په داسې حال کی ترسره کیږی چی په پاکستان کې په میلیونونو کسان او د نړي په نورو سیمو کې هم په میلیونونوخلک د اب و هوا د سختو بدلونونو له ناخوښو اغیزو سره مخامخ شوي دي .
د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان لومړې وزیر شهباز شریف د یوه لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ د اب و هوا په ۲۷ نړیوال کانفرنس کې د ګډون لپاره د مصر شرح الشیخ ته ولاړ .
په شرم الشیخ کې د اب و هوا کانفرنس په داسې حال کی ترسره کیږی چی په پاکستان کې په میلیونونو کسان او د نړي په نورو سیمو کې هم په میلیونونوخلک د اب و هوا د سختو بدلونونو له ناخوښو اغیزو سره مخامخ شوي دي .
پاکستان په روان کال کې ډیر سخت د موسمي ورښتونو تر اغیز لاندې راغلی دی چی د ۱۷۰۰ کسانو د وژل کیدا ، دوه میلیون کورونو د ړنګیدا ، په دریو کې یوه برخه هیواد اوبو لاندې کړی او دغه هیواد په میلیارډونو ډالره تاوانونه اوښتی دي .
د روغتیا نړیوال سازمان په دې زمینه کی یوځل بیا په سیلاب ځپلو سیمو کې د روغتیایی ګواښونو په اړه خبردارې ورکړې دې .