په پاکستان کې د اوبو کمښت او وچکالۍ خطره په رابرسیره کیداده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i123236-په_پاکستان_کې_د_اوبو_کمښت_او_وچکالۍ_خطره_په_رابرسیره_کیداده
په کرهڼيزې برخې کې د اوبو کمښت،په پاکستان کې د خوراکي  امنیت او د کارکسب  چارو ته دروند تاوان رسولی شي،ځکه چې د پاکستان څه دپاسه  شپیته فیصدي کاروبار  په کرهڼیزې برخې کې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 07, 2022 08:30 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د اوبو کمښت او وچکالۍ خطره په رابرسیره کیداده

په کرهڼيزې برخې کې د اوبو کمښت،په پاکستان کې د خوراکي  امنیت او د کارکسب  چارو ته دروند تاوان رسولی شي،ځکه چې د پاکستان څه دپاسه  شپیته فیصدي کاروبار  په کرهڼیزې برخې کې دی.

زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ،پاکستان چې په یوه وخت کې له  ډيرو آبی سرچینو برخمن ؤ ، اوس د وخت او آب وهوا په بدلیدا او د مصرف د اندازې په ډيرې زیاتیدا سره  د وچکاکلۍ او د اوبو دکمښت  له مشکل سره مخامخ شوی دی.

په وروستیوحالاتو کې د آب وهوا او موسم له بدلیدا سره په یووخت د اوبو بحران زیاتیدا سبب شوې ده،ددغه هیواد د څه دپاسه دوه سوه شل میلیوني آبادۍ څخه څه دپاسه دیرش فیصدي آبادي د څښاک  اوبو ته له لاس رسي محرومه  ده.

په راپور کې وئيل شوي دي،په کرهڼيزې برخې کې د اوبو کمښت،په پاکستان کې د خوراکي امنیت او د کارکسب  چارو ته دروند تاوان رسولی شي،ځکه چې د پاکستان څه دپاسه  شپیته فیصدي کاروبار  په کرهڼیزې برخې کې دی.

داپه داسې حال کې دي چې د ورښتونو دکمښت او وروستیووچکالیو  ترڅنګ، د اوبو د زیرمه کولو د ډيمونو نه شتون، په پاکستان کې د اوبو دبحران نور دلیلونه دي.

په وروستیو دوو لسیزو کې  د پاکستان دترټولو  سترې او خورې ورې صوبې په توګه په بلوچستان کې د اوبو او وچکالۍ  بحران د دوړو او ګردونو د مشکل له رامیځةکولو سره په یووخت،ددغې سیمې د زرګونو مالونو د  له مینځه تلو سبب  هم شوی دی.