پاکستان  اردو ژبې زده کونکو ایرانیانو ته سکالرشپ ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i123414-پاکستان_اردو_ژبې_زده_کونکو_ایرانیانو_ته_سکالرشپ_ورکوي
د ایران اسلامی جمهوریت او پاکستان تل د پوهنتوني اوعلمي ملګرتیاؤ پشمول په مختلفو زمینو کې پراخې ملګرتیاوې کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2022 01:14 Asia/Kabul
  • پاکستان  اردو ژبې زده کونکو ایرانیانو ته سکالرشپ ورکوي

د ایران اسلامی جمهوریت او پاکستان تل د پوهنتوني اوعلمي ملګرتیاؤ پشمول په مختلفو زمینو کې پراخې ملګرتیاوې کړي دي.


زمونږخبریال راپور راکړ،په ایران کې د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي پرون د تهران پوهنتون له مشر سید محمد مقیمي سره په کتنې کې  ووئيل، د ایران او پاکستان د پوهنتونونو ترمینځ  د استاذانو او محصیلینو  د د راشه دیرشه لپاره باید عملی ګامونه پورته کړي.

 د تهران پوهنتون  مشر هم په دغې کتنې کې  دا یران او پاکستان ترمینځ  دکلتوري اړیکو ژورتیا ته په اشارې سره ، د اردو ژبې  په لوړه سویه د  زده کړې په خاطر  ایرانیو محصیلینو ته د تعلیمي بورسیو یا سکالرشپونو  د ورکولو په زمینې کې چمتووالی اعلان کړ.مقیمي  همداراز د ایران او پاکستان د څيړاندو لپاره  هم د مطالعاتي فرصتونو دزمینط پر برابرولو ټينګار وکړ.

له دې مخکې د ایران د اسلامی جمهوریت د علامه طباطبائي پوهنتون او د پاکستان د هوساینې نړیوال پوهنتون د علمی ارتباطاتو د پراختیا او د تجروبو د مبادلې په موخې سره پخپلو کې سره  دملګرتیا تفاهم نامه هم لاسلیک کړې ده.