پاکستان قطر ته څلور نیم زره عسکر ولیږل
قطر د فرانسې ، اردن ، ترکیې ، انګلستان او امریکا په شمول د مختلفو هیوادونو د پولیسو اژانسونو او امنیتی ځواکونو هم مرسته ترلاسه کړی ده چی د فتبال د یو اعشاریه دوه میلیون د پلویانو د امنیت د تامینولولپاره چی تمه کیږی د سیالیو د لیدلو لپاره به قطر ته سفر وکړی ، ډاډ ترلاسه کړی
په قطر کی د فوټبال د نړیوال کپ دسیالیو د پیلیداپه درشل کې د پاکستان پوځ د سیالیو د امنیت د تامینولو لپاره دوحې ته خپل ۴۵۰۰ عسکر ولیږل .
قطر د فرانسې ، اردن ، ترکیې ، انګلستان او امریکا په شمول د مختلفو هیوادونو د پولیسو اژانسونو او امنیتی ځواکونو هم مرسته ترلاسه کړی ده چی د فتبال د یو اعشاریه دوه میلیون د پلویانو د امنیت د تامینولولپاره چی تمه کیږی د سیالیو د لیدلو لپاره به قطر ته سفر وکړی ، ډاډ ترلاسه کړی .
د پاکستان د پوځ یوه افسر په دې باره کی وویل دغه ځواکونه به د امنیتی دندو د ترسره کولو لپاره د سپورټ میدانونو په داخل او بهر کی ځای پر ځای شی .