پاکستان دافغانستان په اړه دماسکو دغونډې نتیجوته هیله منددی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i123556-پاکستان_دافغانستان_په_اړه_دماسکو_دغونډې_نتیجوته_هیله_منددی
د افغانستان په چارو کې دپاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي په اسلام اباد کې د اسلامي ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په خپلو وروستیو مشورو باندې په استناد سره  ووئیل، روسیې ته روان دی او د افغانستان  په باب د ماسکو دغونډې د معنا لرونکو نتیجو په باب امیدوار دی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 14, 2022 09:27 Asia/Kabul
  • پاکستان دافغانستان په اړه دماسکو دغونډې نتیجوته هیله منددی

د افغانستان په چارو کې دپاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي په اسلام اباد کې د اسلامي ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په خپلو وروستیو مشورو باندې په استناد سره  ووئیل، روسیې ته روان دی او د افغانستان  په باب د ماسکو دغونډې د معنا لرونکو نتیجو په باب امیدوار دی.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، محمد صادق چې تیره  اونۍ د ایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر دځانګړي استازی حسن کاظمي قمي په مشرۍ د ایران د سیاسی پلاوي کوربه ؤ،نن ئې  له ماسکو ته تلو مخکې د دواړو هیوادونو سلامشورو ته اشاره وکړه.

هغه پخپل ټولنیز پیغام کې هم لیکلي دي، له خپل ایراني همڅنګ سره له لیدو کاتو وروسته او همداراز د افغانستان په باب  د داخلي ناستوپشمول  له اړونده ادارو سره په مشوروپسې روسیې ته ځم څو د افغانستان په باب دماسکو  د مشورو د فارم په غونډې کې ګډون وکړو.

د پاکستان ځانګړي استازی هیله ښودلې چې په لیوالتیا سره  د ماسکو د غونډې دمعنادارو نتیجو په  او همداراز  له نورو ګډون کونکو پلاؤ سره  د رغنده لیدو کاتو په تمه  دی.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازي ضمیر کابلوف هم د پنجشنبې په ورځې وئيلي دي ،د افغانستان په باب  دماسکو د مشورو دفورم په ناستې کې به د طالبانو کوم پلاوی ګډون ونه کړي.مخکینۍ ناسته دتیر کال په اکتوبر کې جوړه شوې وه،چې په هغې کې د طالبانو د مرستیال لومړی وزیر ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو پلاوي ګډون کړی ؤ،البته  امریکا ورته داستازی له لیږلو ډډه کړې وه.