پاکستان په یواړخیز ډول طالبان په رسمیّت نه پيژني
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i123756-پاکستان_په_یواړخیز_ډول_طالبان_په_رسمیّت_نه_پيژني
 د پاکستان خارجه زویر په دې خبرې په ټينګار سره چې  اسلام ابادد خپلو ګټو لپاره دطالبانو له  موقته حکومت سره تعامل لري،ووئيل پاکستان به په یو اړخیزه توګه دافغانستان  داوسني موقته واکمن پلاوي د په رسمیّت پيژندنې لپاره اقدام ونه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2022 09:07 Asia/Kabul
  • پاکستان په یواړخیز ډول طالبان په رسمیّت نه پيژني

 د پاکستان خارجه زویر په دې خبرې په ټينګار سره چې  اسلام ابادد خپلو ګټو لپاره دطالبانو له  موقته حکومت سره تعامل لري،ووئيل پاکستان به په یو اړخیزه توګه دافغانستان  داوسني موقته واکمن پلاوي د په رسمیّت پيژندنې لپاره اقدام ونه کړي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بوټو زرداري په یوه خبری کنفرانس کې روښانه کړه،د اسلام اباد حکومت ګروهنه نه لري، په ځان له سر د طالبانو دموقته حکومت د په رسمیّت پيژندنې اقدام وکړي او ترجیح ورکوي،دغه بهیر په نړیوالې اجماع سره تعقیب کړي.

 د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بوټو زرداري په یوه خبری کنفرانس کې روښانه کړه،د اسلام اباد حکومت ګروهنه نه لري، په ځان له سر د طالبانو دموقته حکومت د په رسمیّت پيژندنې اقدام وکړي او ترجیح ورکوي،دغه بهیر په نړیوالې اجماع سره تعقیب کړي.

 د پاکستان خارجه زویر په دې خبرې په ټينګار سره چې  اسلام ابادد خپلو ګټو لپاره دطالبانو له  موقته حکومت سره تعامل لري ،ووئيلپاکستان به په یو اړخیزه توګه دافغانستان  داوسني موقته واکمن پلاوي د په رسمیّت پيژندنې لپاره اقدام ونه کړي.

د پاکستان خارجه وزیر  په افغانستان کې سوله  د پاکستان او د سیمې لپاره په حیاتي بللو سره پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ،څو د یوه انساني بحران د رامینځةکیدا د مخنیوی په خاطر دې له طالبانو سره ملګرتیا وکړي.بلاؤل زرداري همداراز د افغانستان پر واکمن لوري هم غږ وکړ،څو پخپلو ژمنو په تیره بیا د انساني حقوقو او د میرمنو د حقوقو او دانجونو د زده کړو په باب دې پخپلو ژمنو عمل وکړي.

د پاکستان خارجه وزیر همداراز ووئيل،کله واک ته ورسیدو،نو فیصله مو وکړه چې  له خپلو اختلافاتو ته له پامه پرته،د افغانستان له چارواکو سره دملی ګټو په لړ کې تعامل وکړو،خو  د افغانستان د موقته حکومت د په رسمیّت پيژندنې په باب به یو اړخیز اقدام ونه کړو.هغه د چمن د سپین بولدک سرحدي لارې تړل کیدا  په باب هم ووئيل، د افغانستان له خاورې د پاکستان پر امنیتی ځواک ترهه ګرې حملې ددغې سترې لارې د تړل کیدا سبب شوي دي او دطالبانو له موقته حکومته مو غوښتي دي چې اجازت ورنکړي ، دافغانستان  خاوره د پاکستان په ضد استعمال شي.