عمران خان د پاکستان په خاورې باندی د امریکې ډرون حمله وغندله.
May 26, 2016 12:36 Asia/Kabul
د سما شبکې د راپور له مخی، د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر، عمران خان، پرون اعلان وکړ: چی د بلوچستان په صوبې باندی د امریکا د بی پیلوټه الوتکې حمله، د دغه هیواد د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقضیدل دی.
عمران خان همداراز، له دغه اقدام څخه د نواز شریف د دولت لپاره د یوې ماتې په توګه یادونه وکړه.
د تحریک انصاف مشر، څرګنده کړه: چی د امریکا د بی پیلوټه الوتکې حمله، له ترهه ګرو سره د مقابلې لپاره، مناسبه لاره نه ده.
د ده له قوله، پاکستان د امریکا د دغو اقداماتو له کبله، زیات تلفات او زیانونه زغملی دی.