په افغانستان کې د ترهه ګرۍ زیاتیدا اندیښمنونکي ده
نړیواله ټولنه باید له جنګه وروسته د افغانستان د اقتصاد په احیاء کې ورسره مرسته و کړي.
په ملګروملتو کې د پاکستان استازي منیراکرم له دې مخکې هم وئيلي وو ،دافغانستان د طالبانو حکومت باید دپاکستان پشمول دګاونډیانو په ضد ددغه هیواد له خاورې د ترهه ګرو ډ لو د استفادې مخنیوی وکړي.
دپاکستان دغه اندیښنه په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په کرتو ټینګار کړی دی، دغه حکومت په افغانستان کې د داعش پشمول د ترهه ګرو ډلو په ځپلو بوخت دی.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، په ملګروملتو کې د پاکستان سفیر او استازی منیر اکرم ووئیل ، هیواد ئې له افغانستانه په راپورته شوي ترهه ګرۍ اندیښمن دی .
هغه داعش او تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پی د پاکستان یو واقعي ګواښ وباله او زیاته ئې کړه ، دپاکستان حکومت له پولو ورآخوا د ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې په حملو چې له ځينو نورو سرچینو ئې ملاتړ کیږي،کړیږي
د پاکستان دغه چارواکي همداراز په امریکا کې د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو پر آزادیدا باندې په ټينګار سره روښانه کړې ده ،نړیواله ټولنه باید له جنګه وروسته د افغانستان د اقتصاد په احیاء کې ورسره مرسته و کړي.