عمران خان د خپل ګوند له مشرانو سره کتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i123914-عمران_خان_د_خپل_ګوند_له_مشرانو_سره_کتنه_وکړه
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نن د پنجاب صوبې د کورنیو چارو د وزیر عمر سرفراز چیمه او د احتساب د چارو د سلاکار مصدق عباسي په شمول له مهمو کسانو سره غونډې وکړې.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 22, 2022 15:09 Asia/Kabul
  • عمران خان د خپل ګوند له مشرانو سره کتنه وکړه

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نن د پنجاب صوبې د کورنیو چارو د وزیر عمر سرفراز چیمه او د احتساب د چارو د سلاکار مصدق عباسي په شمول له مهمو کسانو سره غونډې وکړې.

عمران خان دغه غونډې په داسې حال کښې کړي دي چې د تحریک انصاف ګوند لاریون کونکي پنډۍ ښار ته ځانونه رسوي.

د تحریک انصاف ګوند یوه سناتور فیصل جاوید وویل دغه ګوند به د نوامبر د میاشتې په شپږویشتمه نیټه په پنډۍ کښې ستر احتجاج وکړي او زیاته یې کړه چې له ټول پاکستان څخه د دغه ګوند پلویان پنډۍ ته  ځانونه رسوي.

هغه وویل  تحریک انصاف ګوند په پاکستان کښې سمدستي د انتخاباتو د ترسره کیدا او د صادرو شویو اسمبلیانو د ړنګیدا غوښتنه کوي چې هیواد له کړکیچ څخه وباسي.

د تحریک انصاف یوه بل مشر شفقت محمود هم وویل چې د ادارو سیاسي کول د پوځي د نوي مشر لپاره حقیقي چیلنج دی.

دغه راز د پاکستان د عوامي مسلم لیګ مشر شیخ رشید وویل تر څو چې د پوځ د نوي مشر د ټاکل کیدا موضوع حل شوي نه وي په سیاست کښې به هیڅ ثبات نه وي.