پاکستان بلآخره د ملا اختر منصور وژله تائیده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i12397-پاکستان_بلآخره_د_ملا_اختر_منصور_وژله_تائیده_کړه
په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار بلآخره د افغانستان د طالبانو ډلې د مشر وژله تائیده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2016 15:42 Asia/Kabul
  • پاکستان بلآخره د ملا اختر منصور وژله تائیده کړه

په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار بلآخره د افغانستان د طالبانو ډلې د مشر وژله تائیده کړه.

د ایرنا د خبر له مخې سرتاج عزیز نن وویل: ټول شواهد ښودنه کوی چې د تیرې شنبې په ورځ د امریکې د بې پایلټه الوتکې په برید کښې وژل شوی کس، ملا اختر منصور دی.

سرتاج عزیز وویل: د امریکې د بې پایلټه الوتکو بریدونه د پاکستان د ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا او همداشان د ملګرو ملتو د منشور څرګنده خلاف ورزی ده.

هغه په دې خبرې سره چې د ملا اختر منصور وژل کیدو د افغانستان د سولې په بهیر اغیزه کړې او هغه کمزوری کوی، وویل: افغانستان، پاکستان، چین او امریکې په اسلام آباد کښې د افغانستان د سولې د څلوراړخیزې ډلې په پنځمه غونډه کښې موافقه وکړه چې د افغانستان د مسائلو د هواری ترټولو غوره لاره د خبرواترو او سیاسی حل لاره ده خو د څلوراړخیزې ډلې ځینی غړی په دې موافقې پابند نه دی.

سرتاج عزیز وویل: پوځی انتخاب به د افغانستان د لازیات ناامنه کیدو سبب شی او دا چاره به، په تیره بیا په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د شتون په وجه د سیمې لپاره منفی پایلې ولری.

د پاکستان د خارجه چارو سلاکار همداشان وویل چې په پاکستان کښې د زیات شمیر افغان کډوالو شتون او د خپلو پټن ځایونو په توګه د کډوالو له کیمپونو د ترهګرو کار اخیستل د پاکستان لپاره په یو ستر سرخوږی بدل شوی دی نو په دې وجه له

پاکستان څخه خپل هیواد ته د افغان کډوالو د ستنولو لپاره د نړیوالې ټولنې لخوا د موثرو اقداماتو غوره کیدل یوه ستر ضرورت دی.