په پاکستان کښې په مظاهرو بندیز لګیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124048-په_پاکستان_کښې_په_مظاهرو_بندیز_لګیدلی
زمونږ خبریال وايي د پاکستان امنیتي ادارې تر دوو میاشتو پورې په پلازمینې اسلام اباد کښې د مظاهرو په ترسره کولو بندیز ولګاوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2022 01:05 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې په مظاهرو بندیز لګیدلی

زمونږ خبریال وايي د پاکستان امنیتي ادارې تر دوو میاشتو پورې په پلازمینې اسلام اباد کښې د مظاهرو په ترسره کولو بندیز ولګاوه.

د پاکستان څنګ ته کړی شوی لومړی وزیر او د تحریک انصاف مشر عمران خان له واک څخه لیرې کولو وروسته تراوسه د حکومت پرضد د مظاهرو د لړۍ په مشرۍ کولو سره د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کولو غوښتنه کوي.

ډان ورځپاڼې پرون د خبرو سرچینو په قول وویل د اسلام اباد چارواکو په پلازمینې اسلام اباد کښې د تحریک انصاف ګوند د ملاتړو د اعتراضیه لاریون په درشل کښې د یوسل څلورڅلویښتمې مادې پراساس تر دوو میاشتو پورې د غونډو په ترسره کولو د بندیز غوښتنه کړي ده.

د اسلام اباد چارواکو او پولیسو د یوسل څلورڅلویښتمې مادې په اعلانولو سره وویل د غونډو یا لاریونونو د ترسره کولو لپاره د پینځو یا له پینځو د زیاتو کسانو په راغونډیدا بندیز دی.

د پاکستان د تحریک انصاف یوه مشر سناتور  فیصل جاوید خان په تیرې چهارشنبې ورځ وویل د دغه ګوند مشر عمران خان ټاکل شوي ده چې نن د نوامبر په شپږویشتمه نیټه د پاکستان په تاریخ کښې د تر ټولو سترې اعتراضیه غونډې مشرۍ وکړي.

هغه وویل د پاکستان د خلکو غوښتنه د وارمخکې انتخاباتو ترسره کول دي چې  هیواد له اوسنیو مشکلاتو وژغوري.