عمران خان اسلام آباد ته د نه تلو فیصله وکړه
د پاکستان د څنګته کړې شوي وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند لسګونه زره کسان پرون مازیګر اسلام آباد ته نزدې راولپنډۍ کښې راغونډ شول.
عمران خان چې د نومبر په دریمه نیټه د خپلو پلویانو په اعتراضي لاریون کښې په یوې قاتلانه حمله کښې په پښه لګیدلی او زخمی شوی و، نن سبا د حکومت خلاف اعتراضونو په دوام باندې په ټینګار سره په هیواد کښې زرترزره د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه کوي.
په دې لړ کښې پرون په راولپنډۍ ښار کښې د عمران خان ګڼو پلویانو له هغه سره په ملګرتیا کښې زرترزره د انتخاباتو د کیدو غوښتنه وکړه. دا له زخمي کیدو وروسته د خپلو مینه والو په ټول کښې د عمران خان وړومبنې شتون و.
خو عمران خان په راولپنډۍ کښې خپلو مینه والو ته په وینا کښې ویل چې په دې نظام کښې د نه پاتې کیدو فیصله یې کړې ده. هغه وویل: مونږ له ټولو اسمبلیو (ملي او صوبايي پارلیمانونو) څخه اوځو او په دې لړ کښې مې له وزیراعلی سره خبره کړې او له پارلیماني کمیټې سره هم خبرې کوم. پر ځاې د دې چې مظاهرې وکړو، ښه به دا وي چې له دې نظام څخه بهر شو، عمران خان زیاته کړه چې له اسمبلیو د وتلو د ورځې د ټاکلو فیصله به ډیره زر وکړي.
عمران خان په راولپنډۍ کښې د خپلو لس هاؤ زره مینه والو په ټول کښې وویل: مونږ د انتخاباتو د ترسره کولو په موخه په حکومت باندې د دباؤ اچولو لپاره نن دلته راغونډ شوي وو او پوره کوشش مې دا و چې په هیواد کښې هیڅ ډول ګډوډی رامینځته نه شي خو اوس مې فیصله دا ده چې د اعتراضي مظاهرو پر ځاې له ټولو اسمبلیو څخه زمونږ نمایندګان استعفاګانې ورکړي.
په عین حال کښې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د اطلاعاتي رپورټونو له مخې په دغې اجتماع کښې د ګډونوالو امنیت په خطر کښې دی.