امریکا دې دافغانستان کنګل شوي شتمنۍ سملاسي آزادې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124144-امریکا_دې_دافغانستان_کنګل_شوي_شتمنۍ_سملاسي_آزادې_کړي
د پاکستان دخارجه وزیر مرستیالې د امریکا له خوا د افغانستان د  شتمنیو دکنګل  او مصادره کیدا د نتیجو په باب  خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2022 02:56 Asia/Kabul
  •  امریکا دې دافغانستان کنګل شوي شتمنۍ سملاسي آزادې کړي

د پاکستان دخارجه وزیر مرستیالې د امریکا له خوا د افغانستان د  شتمنیو دکنګل  او مصادره کیدا د نتیجو په باب  خبرداری ورکړ.

افغانستان همدااوس  د امریکا او دهغې دمتحدانو له پوځي نیواک  او جنایتونو له امله له سخت انساني ،اقتصادي او خوراکي بحران سره لاس او ګریوان دی .تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، دپآکستان د خارجه  وزیر مرستیالې حنا رباني کهر د  افغانستان د  اقتصادي او بوږنونکي انساني   وضعیّت په باب  د بیا راپور په خپریدا پسې پرون پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ،په افغانستان کې یوه ستره انساني غمیزه په رامینځة کیدو ده چې باید نړیواله ټولنه ئې په سملاسی اقداماتو سره مخه ونیسي.

میرمن رباني کهر ووئيل ، د امریکاپه وسیله د افغانستان د شتمنیو کنګل اومصادره کیدا  او د اقتصادي مرستو دریدا دغه هیواد له دړې وړې کیدا سره مخ کړی دی.

د ملګروملتو د وروستیو راپورونو په اساس، په افغانستان کې څه دپاسه شپږ میلیون ماشومان  د قخطۍ په درشل کې دي او  د افغانستان په خلکو په تیره بیا په ماشومانو کې  دناوړه خوړو احصائې په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي او که  په موقعې او فوري نړیواله ټولنه  په دې اړه عملی ګامونه پورته  نه کړي ،نو ښائي ستره انساني غمیزه به رامینځةشي.