د پاکستان د خارجه وزارت مرستیاله کابل ته ځي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124178-د_پاکستان_د_خارجه_وزارت_مرستیاله_کابل_ته_ځي
پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر ويلي، چې په نږدې راتلونکي کې کابل ته د سفر نیت لري
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2022 04:03 Asia/Kabul
  • د پاکستان د خارجه وزارت مرستیاله کابل ته ځي

پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر ويلي، چې په نږدې راتلونکي کې کابل ته د سفر نیت لري

پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر ويلي، چې په نږدې راتلونکي کې کابل ته د سفر نیت لري

نوموړې له دې سره هم مهاله، په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعيت خبرداری ورکړی او ویلي، چې په دغه هېواد کې یوه بشري فاجعه د رامنځته کېدو په حال کې ده.

دغې لوړپوړې پاکستانۍ دیپلوماتې په ورته مهال د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د خوشې کېدو غوښتنه کړې او پر دغې پانګې د بندیزونو لرې کول يې د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعيت د رغولو لپاره اړین ګڼلي دي.