پاکستان له روسیې نه د تیلو د واردولو کوشش کوي
د پاکستان حکومت له روسیې څخه د تیلو د واردولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي
د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار پرون ویلي چې اسلام آباد او ماسکو له دوشنبې راهیسې د تیلو د تجارت لپاره دوه اړخیزې خبرې اترې پیل کړې دي.
اسحاق ډار د پاکستان د تیلو د وزیر مصدق ملک په مشرۍ روسیې ته د یو پلاوي د لیږلو خبر ورکړ او څرګنده یې کړه: دغه پلاوی پرون له روسیې څخه د تیلو د اخیستو په هکله د خبرواترو په موخه ماسکو ته تلی دی.
هغه زیاته کړه: له روسی څخه د ارزانو تیلو واردات له پاکستان سره مرسته کوي چې د بهرنیو اسعارو په استعمال کښې په سپما سره، د پټرولو په شمول د سونګو له زیاتو قیمتونو سره هم مقابله وکړي.
اسحاق ډار چې د روانې میاشتې په وړومبیو کښې یې ویلې وو چې امریکا نه شي کولې اسلام آباد له روسیې څخه د تیلو له اخیستو څخه منع کړي، د اسلام آباد د خوښې وړ شرایطو سره د تیلو د موافقې لاسلیکیدو ته هیله څرګنده کړه.
د ویلو ده چې هندوستان او چین هم د یوکرین د جنګ په پیلیدو او د روسیې د تیلو د خرڅون مساعدو شرطونو ته په پام سره له دغه هیواده د تیلو اخیستل زیات کړي دي.