حنارباني کهر په کابل کې له امیرخان متقي سره لیده کاته وکړل
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د حنا رباني کهر په مشرۍ یو پاکستانی پلاوی افغانستان ته په سفر راغلی .
د افغانستان د دولتي آژانس دراپور له مخې یاد وزارت زیاته کړې چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت د وزیرې حنا رباني کهر ترمشرۍ لاندې یو پلاوی څو شېبې وړاندې د کابل هوایې ډګر کې ښکته شو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د لیدنې لپاره وزارت ته روان شو.
د راپورونو له مخې ویل کیږي چې یاد پلاوی به د افغانستان له یوشمېر دولتي چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو،همکاریو او نورو مختلفوموضوعاتو په اړه خبرې اترې ترسره کړي او تمه ښودل کیږي چې د یاد پاکستاني پلاوي راتګ افغانستان ته د کابل او اسلام آباد تر منځ ارتباط او ړیکي لا پیاوړې کړي .
په دې اړه له کابله زمونږ د خبریال رالیږلی راپور هم په ګډه سره آورو.