د پاکستان پوځ په یولړ عملیاتو کې لس ترهه ګرهلاک  کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124246-د_پاکستان_پوځ_په_یولړ_عملیاتو_کې_لس_ترهه_ګرهلاک_کړل
د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې  د ترهه ګرو په ضد دعملیاتو په دوام په ټينګار سره وئیل شوي دي ،هلاک شوو ترهه ګرو،د پوځي ځواک،پولیسو او امنیتی مامورانو او عامو خلکو په ضد په جنایتکارو اقداماتو او بم چاودنو کې  لاس درلود.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 30, 2022 10:18 Asia/Kabul
  •     د پاکستان پوځ په یولړ عملیاتو کې لس ترهه ګرهلاک  کړل

د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې  د ترهه ګرو په ضد دعملیاتو په دوام په ټينګار سره وئیل شوي دي ،هلاک شوو ترهه ګرو،د پوځي ځواک،پولیسو او امنیتی مامورانو او عامو خلکو په ضد په جنایتکارو اقداماتو او بم چاودنو کې  لاس درلود.

د پاکستان په بلوچستان او خیبر پختونخواه صوبو کې  مختلفې سیمې تل دتحریک طالبان ټي ټي پي،جماعت الاحرار او سپاه صحابه او لښکر جنګوي د ترهه ګرو حملو شاهدانې دي او ددغه هیواد پوځي ځواکونه  له دغه جنایتکارو ترهه ګرو سره په مبارزې او پاکونې بوخت دي.

شین هوا خبري آژانس له اسلام اباده راپور ورکړی،  دپاکستان دپوځ  اطلاعاتي برخې آئي ایس پی ار نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،په بلوچستان صوبې کې د امنیتي ځواک په یولړ عملیاتو کې ئې لس ترهه ګر هلاک کړي دي . دغه راپور په اساس،یو ترهه ګر زخمي حالت کې نیول شوی هم دی .

په دغې اعلامیې کې دغه راز راغلي دي  پوځي ځواک همداراز په بلوچستان صوبې کې د وسلو او مهماتو یو سترانباري هم کشف کړی دی.د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې  د ترهه ګرو په ضد دعملیاتو په دوام په ټينګارسره وئیل شوي دي،هلاک شوو ترهه ګرو،د پوځي ځواک،پولیسو او امنیتی مامورانو او عامو خلکو په ضد په جنایتکارو اقداماتو او بم چاودنو کې لاس درلود.

دغه عملیات په داسې حال کې دي چې نن په بلوچستان صوبې کې په یوه ځان مرګي حملې کې د دوو پولیسو پشمول درې کسان وژل شوي او کابو دیرش نور ټپیان شوي دي. د پاکستان ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې چې په همداوروستیو کې ئې ګواښ کړی ؤ، په درست هیواد کې به خپلې حملې بیرته پيل کړي ، ددغې ځان مرګي حملې پړه ئې  هم په غاړه اخستې ده.