طالبانو د پاکستان په سفارت حمله وغندله
Dec 03, 2022 02:08 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کښې د پاکستان په سفارت ډزې وغندلې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون په کابل کښې د پاکستان په سفارت باندې ډزو ته غبرګون کښې ویل هیڅ لوري ته به اجازه ورنکړو چې په کابل کښې ډیپلوماټانو ته کوم تاوان ورسیږي.
تراوسه کوم سړي یا ډلې د پاکستان په سفارت د برید مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.
په کابل کښې د پاکستان په سفارت دغه حمله په داسې حال کښې کیږي چې پرون په کابل د پاکستان او د ایران په شمول د خارجي او د داخلي شرکتونو په ګډون سره نړیوال نندرتون هم پیل شوی دی.
ټیګونه