د پاکستان شارډز افیرز له کابل څخه اسلام اباد ته غوښتل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124358-د_پاکستان_شارډز_افیرز_له_کابل_څخه_اسلام_اباد_ته_غوښتل_شوی
زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې د پاکستان په سفارت له پرونۍ حملې وروسته د اسلام اباد شارډز افیر عبیدالرحمان نظاماني( Ubaidur Rehman Nizamani)سمدستي هیواد ته بیرته ورغوښتل شوی او ټاکل شوي ده چې د پاکستان حکومت خپل اعتراض د طالبانو حکومت ته اعلان کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2022 02:19 Asia/Kabul
  • د پاکستان شارډز افیرز له کابل څخه اسلام اباد ته غوښتل شوی

زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې د پاکستان په سفارت له پرونۍ حملې وروسته د اسلام اباد شارډز افیر عبیدالرحمان نظاماني( Ubaidur Rehman Nizamani)سمدستي هیواد ته بیرته ورغوښتل شوی او ټاکل شوي ده چې د پاکستان حکومت خپل اعتراض د طالبانو حکومت ته اعلان کړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په کابل کښې د پاکستان د سفارت د شارډز افیر د وژلو هڅه وغندله او د طالبانو له حکومت څخه یې د حمله کونکو د نیولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان خارجه وزارت هم د پاکستان حکومت ته ډاډ ورکړی چې د کابل د حملې په هکله به تحقیقات وکړي او حمله کونکو ته به سزا ورکړي.

د کابل د پولیسو ویاند ویلي دي چې د حملې په ارتباط یې یو کس نیولی دی.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي او خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري د کابل پرونۍ حمله په کلکه غندلي ده.

د پاکستان خارجه وزارت پرون د افغانستان شارډز افیر  خارجه وزارت ته احضار کړ او د پاکستان اندیښنه یې ورته اعلان کړه.

د افغانستان خارجه ویر امیر خان متقي د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو ته ټیلي فون هم کړی دی.

پرون په کابل کښې د پاکستان په سفارت باندې برید کښې یو کس سخت ژوبل شوي دی.