عمران خان یوځل بیا له حکومته د انتخاباتو د کولو غوښتنه وکړه
د پاکستان پخواني وزیراعظم له حکومت نه وغوښتل چې زرترزره د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره له اپوزیشن سره خبرو اترو ته وړومبیتوب ورکړي
د پاکستان تیر وزیراعظم عمران خان له قدرته له څنګته کیدو وروسته د اسلام آباد حکومت ته په کراتو ویلې دي چې له وخته مخکښې د ټاکنو ترسره کولو لپاره مذاکرات وکړي ترڅو په هیواد کښې د سیاسي بې ثباتۍ لامل شوی بندون ختم شي.
خو د پاکستان اوسني وزیراعظم شهباز شریف د عمران خان دغه غوښتنه نه ده منلې او وايي چې د راتلونکي میلادي کال انتخابات به د پلان مطابق ترسره کیږي.
عمران خان هم داشان ګواښ کړی چې د دغه د ګوند له خوا چلول کیدونکې صوبايي اسمبلۍ به ماتې کړي. هغه د خپل ګوند کسانو ته په وینا کښې ویلي وو چې یا به حکومت د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره له مونږ سره خبرواترو ته کښیني یا به مونږ صوبايي اسمبلۍ ماتې کړو.
خو د خبرواترو دا وړاندېز د عمران خان یو شاتګ دی چې له دې مخکښې یې د پخواني اپوزیشن ګوندونو په شمول له ائتلافي حکومت سره له خبرواترو سره مخالفت کړی و.
په عین حال کښې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کښې ویلي دي چې حکومت شاید له عمران خان سره خبرواترو ته کښیني خو په دوو صوبو کښې د پارلیمانونو د ماتیدو په بڼه کښې د انتخاباتو ترسره کولو ته هم تیار دی.