د هند د ګواښونو په وړاندې دفاع لپاره کلک هوډ لري
جنرال عاصم منیر وویل پریږده چی روښانه ووایم د پاکستان وسله وال ځواکونه تل چمتو دي چی نه یوازې د خپلې له هر سانټی میټره دفاع بلکې که په مونږ جنګ وتپل شو نو جنګ به دښمن ته ورستون کړو او هندوستان به هیڅکله بریالی نشی چی خپلې پلیدې طرحې سر ته ورسوي
د پاکستان د پوځ نوی مشر جنرال عاصم منیر د کشمیر له کنټرول کرښې په کتنه کې وویل پوځ د خپلې خاورې د یوې لویشتې د دفاع لپاره بشپړه چمتو والې لري .چ
د رویټرز خبري اژانس له راپور سره سم جنرال عاصم منیر له یوې اونۍ کم وخت کیږی چی د پوځ مشر شوی دی او د هغه خبرې د خپل سیال هیواد هندوستان په وړاندې تر ټولو سختې څرګندې ویناوې بلل کیږی .
جنرال عاصم منیر وویل پریږده چی روښانه ووایم د پاکستان وسله وال ځواکونه تل چمتو دي چی نه یوازې د خپلې له هر سانټی میټره دفاع بلکې که په مونږ جنګ وتپل شو نو جنګ به دښمن ته ورستون کړو او هندوستان به هیڅکله بریالی نشی چی خپلې پلیدې طرحې سر ته ورسوي .
دا په داسې حالد کی دی چی د هنددفاع وزیر د اکتوبر په وروستیو کې ویلی وو چی نوې ډلې په پاکستان کې د ګلګت بلتسان کورواکه سیمې ته رسیدا لپتاره چمتو دې دی . هندوستان ادعا کوی چی دغه سیمه د کشمیر برخه ده چی په غیر قانونی توګه د پاکستان لخوا نیول شوی ده خو پاکستان دا ادعا په کلکه ردوی .