د تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کښې فعالیت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124532-د_تحریک_طالبان_پاکستان_ډله_په_افغانستان_کښې_فعالیت_نه_لري
صدای افغان خبري اژانس وايي د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې مشر نور ولي محسود ټینګار وکړ چې دغه ډله د پاکستان د ځواکونو پرضد د افغانستان له خاورې استفاده نه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 07, 2022 02:22 Asia/Kabul
  • د تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کښې فعالیت نه لري

صدای افغان خبري اژانس وايي د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې مشر نور ولي محسود ټینګار وکړ چې دغه ډله د پاکستان د ځواکونو پرضد د افغانستان له خاورې استفاده نه کوي.

هغه له پاکستان سره د سولې په بهیر کښې د ګډوډۍ د دلایلو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل زما په نظر د امریکا د بې پایلوټه الوتکې حمله چې څو میاشتې مخکې په کابل کښې وشوه د خبرو اترو د پرمخ بیولو بهیر کښې تر ټولو ستر خنډ ده .

د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې مشر نور ولي محسود زیاته کړه په پاکستان کښې له سیاسي ګډوډۍ سره یوځاې په افغانستان باندې د امریکا د بې پایلوټه الوتکو حملې له اسلام اباد سره د سولې د بهیر د پرمخ نه تلو اصلي دلیل دی.

هغه د اسلام اباد له حکومت سره د روغې جوړې لپاره په تحریک طالبان پاکستان ډلې باندې د افغانستان د طالبانو د دباو په ردولو سره وویل مونږ د افغانستان له طالبانو سره ښې اړیکې لرو او دغه خبره چې د طالبانو ډلې تر اغیز لاندې یوو یا دا چې د پاکستان د ځواکونو پرضد د افغانستان له خاورې استفاده کوو بې اساسه ده.

د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې تراوسه په هیواد کښې زیاتې ترهګرې حملې او بریدونه کړي دي چې ډیر خلک یې وژلي او ژوبل کړي هم دي.