پاکستان د طالبانود ډزو له امله د خپلو۶ ملکیانو وژله تاییدکړه
د رویټرز خبري اژانس له راپور سره سم د پاکستان پوځ تایید کړه چی په سرحدی نښته کې یې ۶ پوله میشت ملکیان وژل شوي او اوه لس کسان هم په یوه ښارګوټی د افغان طالبانو په حمله کې ژوبل شوي دي
خو ځینې راپورونه د چمن- سپین بولدک ترمنځ د شیرواوبو په سیمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو د نښتې په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷ تنه اعلانوي .
په لومړنیو راپورونو کې د چمن خوا ته د ۶ تنو د وژل کېدو او د ۲۴ نورو د ټپي کېدو ویل شوي وو خو وروستي معلومات ښيي چې دواړو خواوو ته لږترلږه ۷ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل دي.
د رویټرز خبري اژانس له راپور سره سم د پاکستان پوځ تایید کړه چی په سرحدی نښته کې یې ۶ پوله میشت ملکیان وژل شوي او اوه لس کسان هم په یوه ښارګوټی د افغان طالبانو په حمله کې ژوبل شوي دي .
له بلې خوا د کندهار د والي ویاند ویلي، د سپین بولدک – چمن ترمنځ د شېرو اوبو په سیمه کي له پاکستاني ځواکونو سره د جګړې په نتیجه کې د طالبانو یو کس وژل شوی او د دریو ملکي وګړو په شمول لس نور ټپیان دي.
د پاکستان پوځ وایی چې طالبانو بې دلیله د دوی لور ته د هاوان او توپ په شمول د درنو وسلو ډزې وکړې او پاکستاني پوځیانو پرې ځوابي ډزې وکړې.