پاکستان د طالبانود ډزو له امله د خپلو۶ ملکیانو وژله تاییدکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124726-پاکستان_د_طالبانود_ډزو_له_امله_د_خپلو۶_ملکیانو_وژله_تاییدکړه
د رویټرز خبري اژانس له راپور سره سم د پاکستان پوځ تایید کړه چی په سرحدی نښته کې یې ۶ پوله میشت ملکیان وژل شوي او اوه لس کسان هم په یوه ښارګوټی د افغان طالبانو په حمله کې ژوبل شوي دي
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 12, 2022 01:17 Asia/Kabul
  • پاکستان د طالبانود ډزو له امله د خپلو۶ ملکیانو وژله تاییدکړه

د رویټرز خبري اژانس له راپور سره سم د پاکستان پوځ تایید کړه چی په سرحدی نښته کې یې ۶ پوله میشت ملکیان وژل شوي او اوه لس کسان هم په یوه ښارګوټی د افغان طالبانو په حمله کې ژوبل شوي دي

 

خو ځینې راپورونه د چمن- سپین بولدک ترمنځ د شیرواوبو په سیمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو د نښتې په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷ تنه اعلانوي .

په لومړنیو راپورونو کې د چمن خوا ته د ۶ تنو د وژل کېدو او د ۲۴ نورو د ټپي کېدو ویل شوي وو خو وروستي معلومات ښيي چې دواړو خواوو ته لږترلږه ۷ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل دي.

د رویټرز خبري اژانس له راپور سره سم د پاکستان پوځ تایید کړه چی په سرحدی نښته کې یې ۶ پوله میشت ملکیان وژل شوي او اوه لس کسان هم په یوه ښارګوټی د افغان طالبانو په حمله کې ژوبل شوي دي .

Image Caption

 

 له بلې خوا د کندهار د والي ویاند ویلي، د سپین بولدک – چمن ترمنځ د شېرو اوبو په سیمه کي له پاکستاني ځواکونو سره د جګړې په نتیجه کې د طالبانو یو کس وژل  شوی او د دریو ملکي وګړو په شمول لس نور ټپیان دي.

د پاکستان پوځ وایی چې طالبانو بې دلیله د دوی لور ته د هاوان او توپ په شمول د درنو وسلو ډزې وکړې او پاکستاني پوځیانو پرې ځوابي ډزې وکړې.