تحریکِ انصاف د شهباز شریف حکومت ته الټي میټم ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124764-تحریکِ_انصاف_د_شهباز_شریف_حکومت_ته_الټي_میټم_ورکړ
د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي چې که حکومت د دسمبر تر شلمې نیټې د فوري انتخاباتو نیټه ونه ټاکي نو د پنجاب او خیبر پښتنونخوا صوبايي اسمبلۍ به ماتې کړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2022 11:38 Asia/Kabul
  • تحریکِ انصاف د شهباز شریف حکومت ته الټي میټم ورکړ

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي چې که حکومت د دسمبر تر شلمې نیټې د فوري انتخاباتو نیټه ونه ټاکي نو د پنجاب او خیبر پښتنونخوا صوبايي اسمبلۍ به ماتې کړي

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي چې که حکومت د دسمبر تر شلمې نیټې د فوري انتخاباتو نیټه ونه ټاکي نو د پنجاب او خیبر پښتنونخوا صوبايي اسمبلۍ به ماتې کړي

د پاکستان ډان نیوز ویب سایټ خبر ورکړی چې د دغه هیواد د پخواني وزیراعظم عمران خان په مشري تحریکِ انصاف ګوند چې له دې مخکښې یې زرترزره انتخاباتو کولو ته د اسلام آباد د حکومت د مجبورولو لپاره د پراخو مظاهرو په شمول مختلفې لارې چارې آزمایلې دي، دا ځل نیت لري چې په حکومت باندې د دباؤ لپاره د پنجاب او خیبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلیو له منحلولو کار واخلي.

د تحریکِ انصاف یو جګ پوړي مشر فواد چودري د دغه ګوند له ګڼو پارلیماني غونډو وروسته وویل: که چیرې د پاکستان ائتلافي حکومت PDM)  د روانې دسمبر میاشتې تر شلمې نیټه سراسري انتخابات اعلان نه کړي نو دغه ګوند به د پنجاب او خیبرپښتونخوا صوبې پارلیمانونه منحل کړي.