د افغانستان طالبان باید د نړۍ د هیوادونو غوښتنې ومني
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124836-د_افغانستان_طالبان_باید_د_نړۍ_د_هیوادونو_غوښتنې_ومني
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان «ډان» ورځپاڼې د افغانستان او د پاکستان ترمینځ د وروستیو سرحدي جنګونو په شننه کښې وویل د طالبانو حکومت په نړیواله سویه په رسمیت د پیژندلو لپاره باید د نړۍ د هیوادونو غوښتنو ته پام وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2022 01:13 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبان باید د نړۍ د هیوادونو غوښتنې ومني

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان «ډان» ورځپاڼې د افغانستان او د پاکستان ترمینځ د وروستیو سرحدي جنګونو په شننه کښې وویل د طالبانو حکومت په نړیواله سویه په رسمیت د پیژندلو لپاره باید د نړۍ د هیوادونو غوښتنو ته پام وکړي.

دغه ورځپاڼې پرون په یوې شننې کښې ولیکل که چیرې د افغانستان طالبان غواړي نړیواله ټولنه دغه ډلې ته روا والی ورکړي نو د یوه مسوول حکومت د دندو اجرا کولو توان دې ولري چې پکښې په سرحدونو کښې د ارامښت ساتل او په سرحدونو کښې په بې ګناه انسانانو باندې د حملو د مسوولو کسانو یا د خپلو ځواکونو نیول پکښې شامل دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې په شننې کښې ویل شوي دي په چمن سرحدي سیمه کښې د افغانستان او د پاکستان په  سرحد کښې د تیرې یکشنبې ورځ غمجنې پیښې چې د نښتې او د پاکستان د یوشمیر ملکي وګړو د وژل کیدا او ژوبلیدا سبب شوه وښودله  یا خو د افغانستان اوسني واکمنانان( طالبان) د خپلو سرحدونو د امنیت د تامینولو جوګه نه دي یا دا چې د طالبانو د حکومت دننه ځینې عوامل د پاکستان د صبر او د  حوصلې د معلومولو کوشش کوي.

په تیرې یکشنبې ورځ په چمن سرحدي سیمه کښې د پاکستان په کلیو او ښاریزو باندې د طالبانو په راکټي بریدونو او د توپونو په ډزو کښې د پاکستان اوه ښاریز وژل شوي او کابو دیرش نور ژوبل شوي هم وو.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د طالبانو دغه بریدونه غندلي او د افغانستان له واکمنانانو یې غوښتي دي چې د دا ډول پیښو د تکرار مخه ونیسي.

پاکستان وايي چې په افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان ډلې په شمول ډیرې ټروریسټي ډلې په ازادۍ  سره فعالیتونه کوي خو طالبان بیا دغه خبره ردوي.